خبرونه

روسیه د کورسک تر بېرته نېولو پورې؛ هیڅ ډول مذاکرات نه کوي

روسیه له اوکراین سره تر هغې هیڅ ډول مذاکرات نه کوي، تر څو چې د اوکراین پوځیان له کورسک وتلي نه وي.   د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، تر څو چې اوکرایني پوځیان له خپلې اراضۍ ونه باسو؛ طبیعي ده چې هیڅ ډول مذاکرات هم نه کېږي.  &nb...

د اخوان المسلمین د بسټګر لمسی د جنسي تيري په تور نېول شوی

د فرانسې پوليسو د اخوان المسلمین د بنسټګر حسن البنا لمسی د جنسي تېري په تور نېولی دی. طارق رمضان چې د سویس تابعیت لري، د اکسفورډ پوهنتون د اسلامي مطالعاتو استاد دی. د فرانسې پولېسو ادعا کړې چې نوموړي پر دوو ښځو جنسي تېری کړی او یادو ښځو د رمضان پر...

تهران کې پر هنیه برید د زمري له لکۍ سره لوبې کول دي

د ایران د سپاه پاسدارانو عمومي قومندان ویلي، چې پر اسرائیلو د برید څرنګوالی به متفاوت وي او دا به ټول وګوري.  حسین سلامي زیاته کړې، چې د اسماعیل هنیه د ترور په غچ اخېستنه کې به له متفاوتې لارې کار واخلي، تر څو په راتلونکې کې څوک د زمري له لکۍ س...

ټرمپ له ولادېمير پوتین خفه دی

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ له کاملا هرېس د پوتین په ملاتړ ناخوښي ښودلې ده.  نوموړي په وېسکانسين کې د خپل ټاکنيز کمپاین يوې غونډې ته ویلي، چې که قدرت یې په لاس کې وای د اوکراین جنګ به هیڅکله نه ؤ پېښ شوی.  ټرمپ زیاته کړې...

لاوروف: منځني ختیځ کې لوی جنګ پېښېدونکی دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په منځني ختيځ کې د یو لوی جنګ خبرداری ورکړی دی.  د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرګي لاوروف ویلي‏ چې د غزې په جګړه کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل او د وګړو ډله ايزه وژنه به د لبنان له سرحد نېولې بیا تر سره سمندره...

عزیزي: منار جام روغ دی، د انحراف اوازې یې سمې نه دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت تخنیکي ټيم په غور ولایت کې د منار تاريخي جام د انحراف اوازې رد کړې.   د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ تخنیکي ټیم غور ته په سفر کې...

امریکا تر ۲۰۲۶ کاله له عراق ووځي

د عراق د دفاع وزیر ویلي، چې امریکایي ځواکونه به تر ۲۰۲۶م کال پورې له عراق ووځي.  ثابت عباسي له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې د عراق نظامي کمېټې او د دا.ع.ش ضد نړیوال ایتلاف ځواکونه په دوه کلونو کې د ایتلاف ځواکونو پر وتو یوې پایلې ته رسېدلي د...

نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مه غونډه جوړېږي

د سوېس جینیوا ښار نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷مې غونډې کوربه دی. ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه هم بحث وشي.   په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوون...

د قوشتېپې-درزاب کې د سړک جوړولو چارې

د جوزجان ولایت اړوند د قوشتېپې - درزاب سړک د جوړولو چارې د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت پیل شوې.   د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سړک به په درې لاټونو کې جوړ شي. حق‌شناس زیاتوي، دغه س...

عبدالکبیر: ښې اړيکي غواړو، خو زور نه منو

د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، سرپرست حکومت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.   مولوي عبدالکبیر تېره ورځ کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، که نړۍ بیا افغانستان ته د اشغال لپاره راشي، اف...