خبرونه

عبدالکبیر: ښې اړيکي غواړو، خو زور نه منو

د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، سرپرست حکومت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.   مولوي عبدالکبیر تېره ورځ کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، که نړۍ بیا افغانستان ته د اشغال لپاره راشي، اف...

فرانسې پر ایران د یهودیانو د ترور تور لګولی

پاریس ایران په فرانسه او المان کې د یهودیانو د ترور پر پلان جوړونې تورن کړی دی.د راپورونو له مخې؛ ۳۴ کلن عبدالکریم او ۳۳ کلنه سابرینا هغه دوه ایراني وګړي دي چې د تروریستي ډلو جوړولو په تور د لنډې مودې لپاره په پاريس کې نېول شوي دي.ورته مهال د فرانسې...

درې اسرائیلي وژل شوي

د اسرائیلو لومړي وزیر د اردن او کرانه باختري په سرحد کې د دریو اسرائیلي وګړود وژل کېدو پړه پر ایران وراچولې. بنیامین نتانیاهو دغه ورځ یوه سخته ورځ بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسرائیل د ایران په مشرۍ له یوې وژونکې ايډیالوژۍ سره مخامخ دي. نوموړي همدا...

سرپرست حکومت: د نشه یي توکو تولید صفر ته ټيټ شوی

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پر مهال د نړۍ ۹۰ سلنه نشه یي توکي په هېواد کې تولیدېدل؛ خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې کښت، تولید او قاچاق صفر ته رسېدلی دی. د ارګ له لوري په خپره شوې خ...

ځاځي میدان کې نښته؛ د خوست مرستیال والي: تېري کوونکو ته اجازه مه ورکوئ

د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت د ځاځي ميدان ولسوالۍ سرحدي سيمو ته سفر کړى او له امنيتي ځواکونو او د يادو سيمو له اوسېدونکو سره يې له پاکستان سره پر پوله د سرحدي وضعيت په اړه خبرې کړې دي. د خوست ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خب...

د ټاپي د ژر پیل خبر ورکړل شوی

د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون (شنبه) د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د یو شمېر پروژو د چمتووالي په ناسته کې په راتلونکو څو ورځو کې د ټاپي پروژې د کارونو د پیل خبر ورکړی دی.د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، د ټاپي، نوري...

د امربالمعروف قانون ته د امنیت شورا ځينو غړیو اندېښنه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون تصویبېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.دا اعلامیه له روسيې او چین پرته د امنیت شورا درېیو دایمي غړو امریکا، برېټانیا، فرانسې او ایکوادور، ګا...

افغانستان کې د خوړو پر نه خوندیتوب د ډبيلو ‌اېف ‌پي اندېښنه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د روان کال تر اکټوبر به افغانستان کې ۱۲نيم ميليونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ وي. یاد سازمان په یوه راپور کې ويلي چې په‌ دې ډله کې ۲،۴ میلیونه داسې کسان هم شامل دي چې د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا...

په روسیه کې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو په اړه د زېلینسکي غوښتنه

 د اوکرایین جمهور رئیس ولادیمیر زيلېنسکي په جرمني کې په يوه غونډه کې د اوکرایین له پوځي ملاتړو غوښتنه کړې، چې په روسیه کې دننه د هدفونو ویشتلو ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو اجازه ورکړي.زيلېنسکي دا د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره بلل...

کندهار کي برمې ته لوېدلی کوچنی مړ شو

د کندهار په میوند ولسوالۍکي تېره ورځ ۱۲۰ متره برمې ته لوېدلی کوچنی تر شپږ ساعته هڅو وروسته مړ رااېستل شوی دی.   د یاد ولایت امنیه قومندانۍ نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ۱۱ کلن کوچنی په سیتوتک کلي کې برمې ته لوېدلی او له کوښښونو...