د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له سفير سره په روغتیایي برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوامداره همکارۍ خبرې کړې دي. مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د جاپان همکاري اړینه بللې او پر دوامداره همکارۍ یې ټېنګار کړی د...
د میدان وردګ د ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. یاد ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ترافیکي پېښه د یوه ټېلر او فلډر موټر د ټکر په نتیجه کې...
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په یاد ولایت کې د چرګانو په فارمونو کې اته زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کسان په کندهار ښار، ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ، میوند، پنجوايي، دامان...
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۱ تنو زده کوونکو په ګډون ۴۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. یادې کونسلګرۍ تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کسان په یاد هېواد کې د قانوني اسنادو...
د ملي دفاع وزارت چارواکو تاجکستان او ازبکستان ته په اشارې سره ویلي، چې هیچا ته د افغانانو حق نه پرېدي. د یاد وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت نن (شنبه) په کابل کي د درو پیلوتانو او د هوايي ځواک او مدافعې پوهنتون په فراغتغونډه کې امریکا...
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه ۲۳۹ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي. نوموړي کمېسیون پخپل ورځني راپور کې ویلي، چې دا کورنۍ تېره ورځ د کندهار پر سپین بولدک، د ننګرهار پر تورخ...
د ټولګټو چارو وزارت لخوا تېره ورځ د کابل- غزني دوهم لاین سړک د جوړولو کارونه په دوو برخو کې پیل شوي دي. د یاد وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې د دغه سړک یوه برخه د کابل له کمپنۍ څخه د میدان وردګو تر مرکز&n...
د عدلیې وزارت چارواکي وايي، د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال په تېره صفر المظفر میاشت کې ۴۳ زره او ۲۷۵ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې ده. د دغه وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي ویلي، دا ځمکه په کندوز، تخار، سمنګان، غور، جوزجان، لوګر او بادغیس ولای...
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږ کال په کندهار کې د تېر کال په پرتله د کبانو فارمونه ۲۵ سلنه زیات شوي دي. یاد ریاست نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال په نوموړي ولایت کې د کبانو ۱۸۲ فارمونه فعالیت کو...
د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له سرپرست حکومت سره یې د دوحې تړون لغوه کړی ؤ. نوموړي په ټاکنو کې له خپلې سیالې کاملا هرېس سره د لومړۍ مناظرې په یوه برخه کې وایي، چې ده له سرپرست حکومت سره د دوحې تړون لغوه کړی ؤ، ځکه دوی يو شم...