سرپرست حکومت د اصف ادعا رد کړې سرپرست حکومت له پاکستان څخه افغانستان ته د پاکستاني طالبانو د راستنولو په پار د ۱۰ میلیارده پاکستانۍ کلدارو د غوښتنې ادعا رد کړې ده. د ارګ مرستیال ویاند حمد الله فطرت په یوه کلیپ کې د تأسف په ښودلو...
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا کسان تېره ورځ د کندهار ولایت پر سپین بولدک او د ننګرهار ولایت پر تورخم هېواد ت...
د ایران د بشري حقونو سازمان (هنګاو) خبر ورکوي، چې د ایران حکومت یو ځل بیا دوه تنه افغانان په دار ځړولي دي. دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې دا افغانان تېره ورځ د روان زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه (چهارشنبه) د یاد هېواد د بندر عبا...
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي خبر ورکوي، چې په یاد ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي. د یاد ریاست سرپرست شمس الدین محمدي سمسور نیوز ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښې تېره ورځ...
افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۴۰ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي. یادې ټولنې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ماشومان یې په پلازمېنه کابل کې اوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. ...
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ګڼو نورو دغه دولتي چارواکو لخوا نن د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی. اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه بند پر جوړولو شاوخوا ۲...
د رسنیو د راپورونو پر اساس، تېره ورځ او د شپې ناوخته په غزني او سمنګان ولایتونو کې د دریو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي. راپورونه وايي، د دغو ترافیکي پېښو له جملې څخه دوې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په صیاد...
د کندهار د ټولګټو چارو ریاست خبر ورکړی، چې په کندهار کې یې د کابل- کندهار لویي لارې ۳۷ کیلومتره سړک تر جوړولو وروسته ګټې اخېستنې ته سپارلی دی. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه اندازه سړک د کندهار ولایت له دامان والسوالۍ څخه پیل بیا د...
کندهار کي مرکز له کندهار ښار څخه ختیځ ته لور ته د ډنډ ولسوالۍ پر لاره د زابر پر غاړه د یوه کس لخوا د وحشي او اهلي څارویو یو ژوبڼ جوړ شوی دی. د یاد ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ۲،۵ جریبه ژوبڼ کي د یوه کس لخوا شاوخوا ۳۰۰ زره ډالر...
د غزني ولایت امینه قومنداني خبر ورکوي، چې د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او اووه کسان نور ژوبل شوي دي. یادي قومندانۍ نن رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ترافیکي پېښه د کابل- کندهار لویې لارې &lrm...