خبرونه

له پاکستاني زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان خوشې شوي

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي. دغه دفتر نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغو کسانو له جملې زیاترو یې په یاد هېواد کې د اوسېدو اسناد هم لرل؛ خو د هغه سره- سره...

د ادبي غلا د مخنیوي سافټوېرونه پېرودل شوي

د لوړو زده کړو وزارت د لومړي ځل لپاره د ټورنیټين او ګرامرلي په نومونو داسې سافټوېرونه پېرودلي، چې د لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو په څېړنو کې به د ادبي غلا مخه نیسي.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تر دې وروسته به د هر لسانس، ماسټر او...

فاریاب کې یخ ۲ کسان وژلي

د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، چې د یاد ولایت په تربند ترکستان سیمه کې د یخ له امله دوه کسان وژل شوي دي.  د یادې قومندانۍ ویاند مهدي عدالت سمسور نیوز ته ویلي، یاد کسان کوهستان ولسوالۍ ته د کار تللو پر مهال وژل شوي، چې له ډلي یې...

سالنګ د ترافیکو پر مخ پرانېستل شو

د ټولګټو چارو وزارت له سالنګ لويې لارې څخه تر واورې لېري کولو وروسته د یادې لويې لارې د پرانېستل کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده لویه لاره د دواړو لوریو څخه له نن سهار څخه د هر ډول موټرانو د تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوې ده...

سره میاشت د ۱۸ زړه سوري کوچنیانو درملنه کوي

افغاني سرې میاشت ټولنې خبر ورکړی، چې ۱۸ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي. یادي ټولنې پر خپله ویب پاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو درملنه به په کابل کې په څلورو روغتونونو کې وشي او ټول لګښت به یې د دوی لخ...

کندهار کې ۱ ځوان ځان وژنه کړې

د راپورونو له مخي، د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په روح آباد کلي کې تېره ورځ سهار وختي یوه ځوان ځان وژنه کړې ده.   د هغه د کورنۍ یو شمېر دوستانو سمسور نیوز ته ویلي، چې دغه ۲۲ کلن ځوان پخپله خونه کې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.  تر اوسه مع...

لومړی ځل کنکورس راکټ فعال شوی

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره یې د (9M135) په نوم د رهبري شورا یو راکټ فعال او د هغه د کارولو یوه ډله یې هم روزلې ده.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه راکټ د یاد وزارت په توپچي ریاست لخوا فعال شوی او یوه ۱۳ کسیزه ټیم...

تېر کال د ۱۲ میلیارده ډالرو واردات او صادرات شوي

د صنعت او سوداکرۍ وزارت چارواکي خبر ورکوي، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او صادرات شوي دي.  د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي، په دغه راکړه ورکړه کې ۱،۸ میلیارده ډالره د افغانستان ص...

کندهار کې ۳ ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شوی

د کندهار ولایتي چارواکو خبر ورکړی، نن د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې د یوه شخصي شرکت لخوا د وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.  د هغوی په وینا، په دغه نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د یاد ولایت د صنایعو او معدنونو خونې ا...

سرپرست حکومت د کاناډا څرګندونې بېځایه بللي

د سرپرست حکومت مسئولین خبر ورکوي، چې په افغانستان کې د امنیت له اړخه کومه اندېښنه نه شته او د کاناډا د حکومت څرګندونې یې بېځایه بللي دي.  د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه ږغیز کلیپ کې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ګڼ شمېر بهر...