خبرونه

ټرمپ: باوري یم چې غزه کې به اوربند وشي

د امريکا ولسمشر ټرمپ خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، باوري دی چې غزه کې به د حماس او اسرايیلو ترمنځ اوربند ټینګ شي. نوموړي ويلي، دواړو لوريو هوکړې ته نږدې دي، خو لا هم د حماس رسمي ځواب ته په‌ تمه دي. ټرمپ د اوربند طرحه داسې مهال ښکېلو خواوو ته لېږ...

پاکستاني او ازبکستاني چارواکو له افغانستان سره د اړیکو په اړه خبرې کړې

د پاکستان او ازبکستان ځانګړو استازو د سوداګرۍ په ګډون له افغانستان سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په اړه خبرې کړې دي. افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له خپل ازبکستاني سیال عصمت‌الله ارگاشیف...

د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو د بل پړاو د ترسره کولو لپاره د هڅو دوام

ترکي چارواکو د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو د بل پړاو په اړه چې راتلونکې دوشنبه به د ترکیې په استانبول کې ترسره شي، د دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ټیلیګرام په یوه پیغام کې لیکلي چې له خپل ترکي...

له امريکا د کډوالو د شړلو ګواښ؛ سترې محکمې د ټرمپ پرېکړه منلې

د متحده ايالتونو سترې محکمې يوه پرېکړه ليک کې ټرمپ ته اجازه ورکړې ده چې دغه هېواد کې د سه باندې ۵۰۰ زره کډوال بشردوستانه حقوقي وضعیت لغوه کړي. د معلوماتو له مخې، ياد کډوال چې ډېری يې د بايډن د حکومت پر مهال د (پرول) پروګرام له لارې له وينزويلا، کيوب...

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د ننګرهار اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه. د ننګرهار رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په دې دښمنۍ کې د دواړو لوریو درې تنه مړه، شپږ ټپیان او د میلیونونو افغانیو زیانونه اوښتي وو. سرچینه زیات...

په تېرو دوو میاشتو کې له ۵۰۰زرو زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د مې تر ۳۰مې پورې، له پاکستان او ایران څخه له ۵۰۰زرو زیات افغانان په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي. یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه ټینګار کړی چې د کډوالو بېرت...

ډار: کابل کې د خپل شارژدافیر کچه سفیر ته لوړوو

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، اسلام‌آباد پرېکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي. ډار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا ګام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیت، اقتصاد، ترهګرۍ ضد مبار...

عمران خان: ظلم قومونه له منځه نه وړي، بلکې قوي کوي يې

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، له دې وروسته نور غلی نشي پاتې کېدلی. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه پر حکومت نيوکه کړې ده چې غواړي په زوره پرې هغه قانون ومني له مخې يې خان په‌ زندان کې پاتې شي. دی همداراز ادعا ک...

رييس الوزرا: نړۍ دې غزه کې روان ناورين پای ته ورسوي

 د سرپرست حکومت ريس الوزرا غزه کې روان وضعيت دې اندېښنې وړ بللی او په نړۍ يې غږ کړی دی چې هلته روان ناورين پای ته ورسوي. نوموړي دغه راز د غزې په تړاو د نړۍ، بشري سازمانونو او ښکېلو خواوو خاموشي د خفګان وړ بللې ده. همدې حال کې بیا نن حکومت له خ...

رويټرز: اسرايلو د امريکا له لوري د اوربند طرحه منلې

رويټرز راپور ورکړی دی چې اسرايل د امريکا د متحده ايالاتونو د ۶۰ ورځني اوربند طرحه منلې ده. دغه طرحه‌ چې د قطر او مصر په منځګړتوب پلی کيږي، که حماس يې ومني، نو غزې ته به د بشري مرستو لېږد ممکن شي. حماس غورځنګ تراوسه طرحه نده منلې، خو ويلي يې دي...