خبرونه

ټرمپ: ط.البان ډېر ښه جنګیالي او امریکایي جنرالان احمقان دي

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ط.البان ښه جنګیالي او هغه جنرالان چې له افغانستان د وتو طرحه یې عملي کړه احمقان بللي.  ټرمپ ویلي چې ط.البان ډېر ښه جنګیالي دي او هغه امریکايي جنرالان، چې له افغانستان یې د وتو طرحه عم...

کندهار کې ۲۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه ورکړل شوه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (U.N.C.H.R) په کندهار کې ۲۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه ورکړې ده. یادې کمېشنرۍ نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا روزنیز پروګرام د جاپان هېواد په مالي ملاتړ برابر او تر دې وروسته به په زابل، نمیروز او ارزګان کې هم...

مسوولین: تېر کال د افغانستان پر هوايي حریم ۴۰ زره الوتنې ترسره شوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت چارواکي وايي، تېر کال د افغانستان پر هوايي حریم ۴۰ زره او ۱۶ پروزاونه شوي دي. د یاد وزارت سرپرست ویلي، چې د تېر په پرتله د افغانستان پر هوايي حریم د پروازونو شمېر زیات شوی، چې له دې لارې په عایداتو کې هم زیاتوالی راغلی...

د صنعتي سیمو د وېش قانون توشېح شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د صنعتي سیمو د وېشلو قانون جوړ او د عملي کېدو لپاره توشیح شوی دی.  یاد وزارت پرون پر خپله ایکس شبکه لیکلي، چې دغه قانون په دریو دولتي، مشارکتي او خصوصي برخو کي ترتیب شوی دی.  د وزارت په وینا، د یاد قانون له...

له ایران او پاکستانه ۱۳۰ کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون پرون له ایران او پاکستان  څخه د ۱۳۰ افغان کډوالو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.   یاد کمېسیون پخپل راپور کې ویلي، دغه کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښم پل، د هرات د اسلام قلع...

ایران؛ په تهران د اسرائیلو برید ته ځواب حتمي دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خپل اېټالیايي سیال ته په خطاب کې ویلي، چې په تهران کې د اسرائیلو کړي برید ته ځواب حتمي دی.  نوموړي ویلي چې ایران په سیمه کې د شخړو د زیاتوالي پلويتوب نه کوي او ورڅخه ډار هم نه لري.  د اسرائیلو لخوا پ...

ملګري ملتونه له کروندګرو او کوچنيو کاروباریانو سره همکاري کوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (UNAMA) مشره روزا اوتونبایوا وايي، په افغانستان کې له کروندګرو او د کوچنیو کاروبارونو له جوړونکو سره همکاري کوي.   اوتونبایوا پرون د کندهار له مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، چې له کروندګرو سر...

حزب الله؛ له مونږ وروسته ایران او حوثیان پر اسرائیلو برید کوي

د لبنان حزب الله ډلې د اسرائیلو پر شمالي برخه د بریالیو عملیاتو د ترسره کېدو ترڅنګ اسرائیل په سیمه کې د شخړو پر زیاتېدو تورن کړي دي.  د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ویلي چې اسرائیلو د حزب الله ډلې د مهم قومندان فواد شکر په وژلو سره ټولې...

د اسرائیلو او حزب الله جنګ؛ حماس یې د اسرائیلو په مخ کلکه څپېړه بولي

پر اسرائیلو د لبنان د حزب الله ډلې وروستیو برېدونو ته په غبرګون کې حماس غورځنګ ویلي، چې د حزب الله ډلې لخوا پر اسرائیلو وروستي برېدونه "قوي ځواب" او کلکه څپېړه ده.   بلخوا د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو او لبنان تر من...

د غیرقانوني کډوالو په اړه؛ د بایډن له طرحې سره ۱۶ ایالتونو مخالفت کړی

د امریکا ۱۶ ایالتونو د بایډن د هغه طرحې په اړه شکایت کړی، چې پر بنسټ به یې هغه غیرقانوني مهاجرین چې له امریکایي طبعه وګړو سره یې واده کړی وي په اسانه د امریکا تابعیت تر لاسه کړي.  ددې پروګرام په اساس نيم مېلیون وګړي کولای شي چې د امریکا تابعیت...