خبرونه

ایران او روسیه؛ د ګډې همکارۍ تړون کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، روسیه او ایران به ډېر ژر د هر اړخيزې همکارۍ یو تړون وکړي.  سرګي لاوروف زیاته کړې، چې دا تړون د ایران له نوي حکومت سره د همکارۍ په پار ترسره کېږي او زیاتوي چې دا تړون یو بنسټیز او مهم ګام دی.  د ابراهیم رئی...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په روانه سېپټمبر میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. که څه هم تر اوسه ددې غونډې د ځای او وخت په اړه کره معلومات نه دي وړاندې شوي؛ خو ویل کېږي، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما بهوش او...

له ایران او پاکستان څخه ۲۳۳ کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د ۲۳۳ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی. یاد کمېسیون په ورځني راپور کې ویلي، چې دا کورنۍ د کندهار په سپین بولدک، د ننګرهار په تورخم، د هرات په اسلام قلعه او د ن...

امریکا د غزې د اوربند لپاره خپل وروستي وړاندیز باندې کار کوي

امریکا د امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان په غزه کې له امریکایي بندیانو سره خبرې کړې دي او زیاته کړې ده چې امریکا لا هم د بندیانو د تبادلې هڅې کوي.  د اکسیوس د راپور له مخې؛ سالیوان یادو بندیانو ته په خبرو کې ویلي، چې جوبایډن ددې اونۍ تر پايه اسرا...

کندهار کي د مرغانو د ښکار او قاچاق په تور ۴۰ کسان نیول شوي دي

د کندهار د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، په پنځو ولسوالیو کې یې له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ د مرغانو د ښکار او قاچاق په تور ۴۰ کسان نیولي دي. د یاد ریاست ویاند محمد رحیم بشر دوست ویلي، دا کسان په تېر یوه کال کې په ارغنداب، شاولیکوټ، میوند، ډنډ او دا...

له ایران او پاکستان څخه ۱۵۱ کورنۍ راستنې شوې دي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان هیوادونو څخه ۱۵۱ کورنۍ راستنې شوې دي. یاد کمېسیون په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د یادو کورنیو له ډلي ۶۹ کورنۍ له پاکستان څخه او ۸۲ کورنۍ له ایران څخه را ايستل شوې...

افغان پلاوي چین ته سفر کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق ورکونې د رييس صدیق الله رحماني په مشرۍ یو پلاوی د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.  یاد وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یا...

کندهار کې ۱۳۲ زره کسانو ته لنډمهاله کار زمینه برابره شوې

د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امریت وايي، سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې د مېوو ټولولو په برخه کې ۱۳۲ زره کسانو ته لنډمهاله کاري زمینه برابره شوې ده.  د یاد ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو کسانو له جملې څخه ۴۵ زر...

عارف اوف: چمتو یو تر څو د افغانستان تازه مېوه د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادره شي

د ترمذ نړیوال سوداګريز مرکز په څنډه کې؛ د ازبیکستان لومړي وزیر افغانستان د یاد هېواد په بهرني سیاست کې یو مهم ځای بللی او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ښودلی دی.  عبدالله عارف اوف ویلي چې چمتو دي تر څو منځنۍ اسیا ته د افغانستان د تازه میوو ترانزيټ لپار...

له ایران او پاکستان څخه نږدې ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او مرستو رسولو کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۹۸ کورنۍ راستنې شوې دي.    یاد کمېسیون په پروني راپور کې ویلي، چې دغه کسان د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام قلعه، د نیمروز د ورېښم پل او د...