خبرونه

حزب الله ډلې ۷۱ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

‏د لبنان د حزب الله ډلې په برېدونو کې ۷۱ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.    د باختر اژانس د خبر له مخې په حیفا کې د حزب الله ډلې لخوا د اسرائیلو پر یو پوځي مرکز د ډرون برید شوی او له امله یې ۷۱ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله او...

د عراق له زندانونو ۲۵ تنه افغانان خوشې شوي

د کډوالو چارو وزارت وايي، د عراق له زندانونو څخه ۲۵ تنه افغان بندیان خوشې او ایران ته تر لېږلو وروسته د نیمروز پر ورېښم سرحدي لار هېواد ته راستانه شوي دي.  دغه وزارت پر خپله ویب پاڼه په یوه بیان کې لېکلي، چې دا کسان په یاد هېواد کې د قانوني اسن...

حامد کرزی: د تلپاتې سولې لپاره ملي تفاهم ته اړتیا ده

د تېر جمهوري نظام پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي. ښاغلي کرزي له ترکیې سره د افغانستان اړيکې تاریخي بللي او د ترکیې له دولت یې د هر اړخيزو مرستو په پار مننه کړې ده. نوموړي افغانستان د ټولو ګ...

د ریچارډ بینیټ کاري موده یو کال نوره غځول شوی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره ورځ په یوه پرېکړه لېک کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ کاري موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.   یادې شورا پخپله ۵۷مه غونډه کې دا پرېکړه لیک تصویب کړی او له هغه څخه یې...

د مس عینک پروژې لومړي پړاو کې به ۵ میلیارډ ډالره پانګونه وشي

د مس عینک قراردادي کمپنۍ (M.C.C) رئیس سونګ او مل پلاوي د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کي ویلي، چې په لومړي پړاو کې به په دې پروژه کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي.   د ارګ لخوا په یوه خبرپاڼه کې د سونګ په حواله ل...

د پاکستان له زندانونو څخه ۲۸ تنه افغان بندیان آزاد شوي

  د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د اتو ماشومانو په ګډون د ۲۸ تنو افغان بندیانو د آزادېدو خبر ورکړی دی.  دغه وزارت پر خپله ویب پاڼه لېکلي، چې دا کسان په یاد هېواد کې د اوسېدو د اسنادو نه درلودلو له امله نېول شوي وو او تر شاو...

خواجه اصف: پي ټي اېم تشدد ته مخه کړې ده

د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ په دریځ کې تشدد رامنځته شوی دی.  خواجه اصف علي له جیو ټلویزیون سره په خبرو د پښتون ژغورنې غورځنګ پېل له تشدد پاک بللی او په وینا یې اوس مهال یاد غورځنګ تشدد ته لاس اچولی دی. نوموړي زیاته کړې چې...

میدان وردګ کې ترافیکې پېښي ۵ کسان ژوبل کړي

د میدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافېکي پېښې له امله د پنځو کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.    دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا ترافېکي پېښه تېره شپه په دښت ټوپ سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لا...

سوریې ته له لبنان په دوه اونیو ۴لکه تنه ور اوختي

د لبنان حکومت وایي د اسرائیلو د برېدونو له امله په تېرو دوو اونیو کې له ۴ لکه زیات نفر له لبنان سوریې ته اوختي دي.  راپور زیاتوي ددغه ۴ لکه نفرو له ډلې یې ۳لکه هغه سوریايي وګړي وو، چې د جګړو له امله لبنان ته اوختي وو، خو اوسنیو جګړو یو ځل بیا س...

د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ اوروژونکي وژل شوي

د لبنان په جنوبي برخه کې د حزب الله ډلې پر وړاندې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو له پېل راهیسي جګړو زور اخیستی.  د لبنان روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بنت جبېل کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۱۰ اوروژونکي وژل شوي دي. همدارا...