خبرونه

هېواد ته د چرګو د غوښې واردات بشپړ بند شول

سرپرست حکومت هېواد ته له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګو د غوښې واردول بند کړل.    د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې هېواد ته یې له بهرنیو هېوادونو د چرګو د غوښې وارادات په بشپړه توګه بند کړي دي.   د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي...

اوتونبایوا: د اقلیمي بدلون په بحثونو کې د افغانستان ګډون مهم دی

  (یوناما) په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون په بحثونو کې د افغانستان شتون مهم بللی دی.   په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا "پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېز" تر نامه لاندې یوې غونډې ته ویلي، چې...

افغانستان د استانبول نړیوال نندارتون ته بلل شوی

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ترکیې لخوا د لومړي ځل لپاره د استانبول په حلال نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورته رااستول شوې ده.    دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په دې نندارتون کې به د یاد وزارت سرپرست نورالدین ع...

کندهار کې اورلګېدنې ۴۸ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند په بوش بازار کې د اورلګېدنې له امله د ۴۸ میلیونه او ۲۴۰ افغانۍ په ارزښت زیان اوښتی دی.   دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې اورلګېدنه نن غرمه مهال رامنځته ش...

پښتین: د افغانانو وژنه ظلم دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر افغانانو د ایراني پوله ساتو ځواکونو برید ظلم بللی دی.    منظور احمد پښتین پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، ایران په فلسطین او لبنان کې د اسرائیلو د ظلم خلاف دي، چې دا ښه خبره ده، خو بلخوا دوی پخپله سلګونه مسلمان افغان...

لغمان کې د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت زراعتي کانال جوړېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په لغمان کې یې د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت د بدیع اباد زراعتي کانال پرانیسته کړې ده. د یاد وزارت په وینا دغه کانال ۷ کېلو متره اوږدوالی لري او مصرف یې د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې ادارې لخوا ورکول کېږي. وزارت همداراز...

دایکندي کې ترافیکې پېښې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې نن غرمه مهال د یوې ترافېکي پېښې له امله د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ژوبل شوي دي. د یاد ولایت چارواکي وايي، دا ترافېکي پېښه د یادې ولسوالۍ په ګرګي سیمه کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په ن...

ټرمپ: سلیماني ما وواژه، ځکه غوښتل یې امریکایي پوځ له منځه یوسي

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دده د ولسمشرۍ پر مهال ایران دا جرئت نه درلود چې د امریکا پر ځواکونو برید وکړي.  ټرمپ قاسم سلیماني یو قوي جنرال بللی او زیاته کړې یې ده، چې ده سلیماني وواژه، ځکه غوښتل یې چې امریکايي پوځ&nbs...

مادورو: ایلن ماسک په ونزویلا کې له کودتا سره مرسته کړې

د ونزویلا ولسمشر نېکولاس مادورو ادعا کړې، چې ایلان ماسک په یاد هېواد کې د کودتا کولو په پار یو ميلیارد ډالر مصرف کړي دي.    نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې پر امریکایي میلیاردر ایلان ماسک تور لګولی چې هغه د فاشیستي انقلاب او د ټاکنو پر وړ...

له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نېول شوې

له افغانستان څخه پاکستان ته له وسلو ډک موټر کشف او نېول شوی دی.  په تورخم بندر کې پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې له افغانستان څخه پاکستان د امریکایي وسلو یو ډک موټر یې کشف او نېولی دی.  دغه وسلې چې د سبزۍ په یوې لارۍ ډوله موټر کې ځای پر ځای...