د کاناډا لومړي وزیر ویلي چې دې هېواد ته د ور داخلېدونکو مهاجرینو د منلو کچه کموي. جاسټن ټروډو پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې غواړي کاناډا ته د ورتلونکو کډوالو په قبلولو کې د پام وړ کموالی راولي. نوموړي دا پرېکړه په...
د بریکس تړون غړیو هېوادونو په یو بیان کې ویلي چې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په پار د افغانستان د ستونزو سوله ایز حل غوښتونکي دي. په دغه بیان کې زیاته شوې چې د بریکس تړون غړي هېوادونه له یو خپلواک، ازاد، سوله ایز، له ترورېزم او نشه یي تو...
د اسرائیلو لومړي وزیر د فرانسې له ولسمشر ناهیلي او ناخوښي څرګنده کړې ده. بنیامین نتانیاهو ویلي چې د فرانسې له ولسمشر سره غږېدلی دی او په خبره یې چې د هغه له خبرو څخه ډېر ناهیلی شوی دی. نتانیاهو زیاته کړې چې په لومړیو کې د امانوېل مکرون...
ټاکل شوې د نړۍ د سوک وهنې د اتل محمد علي کيلي مېرمن کابل ته په سفر راشي. د آوا د خبر له مخې د بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي چې خلیله علي به کابل ته د خپل سفر پر مهال د یو سپورټي سټېډیوم د جوړولو د چارو پرانیسته وکړي. خب...
د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۷ تنه غړي د پاکستان له زندان خوشي شوي دي. د یاد غورځنګ مخکښ غړي زاکیم خان وزیر پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې د خیبر په قامي لویي جرګې د ګډون له امله نیول شوي ۱۷ تنه ملګري یې خوشې شوي دي. نوموړی زیاتوي چې دا کسان د پ...
د چین او روسیې ولسمشرانو د بریکس کنفرانس په څنډه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پراخوالي ټينګار کړی دی. د روسیې ولسمشر ولادېمېر پوتین د چین ولسمشر شېجېن پېنګ سره په لېدنه کې ویلي چې روسیه غواړي د نړیوال ثبات د تضمین په پار له چین سره خپلې اړېکې قوي...
د سوډان د داخلي جنګ له امله ۱۰۰ تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په سوډان کې د داخلي جنګ په دوام د یاد هېواد د روغتیا وزارت په تېرو دوو ورځو کې د ۴۶ عامو وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې په دغه موده کې د...
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې بغیر له رسمیت پېژندنې هم له سرپرست حکومت سره دوستانه اړیکې لري. ضمیر کابلوف ویلي، چې که څه هم سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني خو دوستانه اړیکي ورسره لري او دا اړيکې ډیری پر اقتصادي اړخ راڅرخي....
قزاقستان د ټاپي ګاز پایپ لاین په پروژه کې ونډې اخېستو ته لېوالتیا ښودلې ده. راپورونه ښيي چې په دې تړاو د ترکمنستان او قزاقستان تر منځ بحثونه روان دي، چې د ټاپي په پروژه کې دې قزاقستان ګډون وکړي او کنه. دغه پروژه چې د ۸۱۴ کېلو مترو په او...
سمنګان کې د یو فورټېنر ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سمنګان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د سمنګان- بغلان په لویه لاره ددغه موټر د چپه کېدو له امله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي د...