د امریکا د ولسمشر جوبایډن دوه مهم سلاکاران اسرائیلو ته د اسرائیل او حز بالله ډلې تر منځ د جنګ د پای ته رسېدو په پار سفر کوي. اکسیوس خبر ورکړی، چې د بایډن دوه مهم سلاکاران اموس هوخشټاین او برټ مک ګورک به په دې سفر کې د دواړو لورو تر منځ...
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې دې پاکستان ته خطر پېښ کړي. مولوی سردار احمد شکیب د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا د اقتصادي اړیکو د پياوړتیا په کنفرانس کې زیاته کړې، چې افغانست...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امنیت شورا نه غوښتي څو پر اسرائیلو دې بندیز ولګوي. عباس عراقچي په تهران کې د بهرنیو هېوادونو د استازولیو له سفیرانو سره په لېدنه کې ویلي چې امنیت شورا باید پر اسرائیلو بندیز ولګوي. هغه زیاتوي چې اسرائیل په غزه او لبنان...
المان د جمشید شارمهد د اعدام له امله د ایران سفیر احضار کړی او له ایران یې خپل سفیر المان ته غوښتی دی. د ایسنا ایرانۍ رسنۍ د خبر له مخې شارمهد ایراني الاصله المانی او د تندر په نوم د یوې ډلې له مهمو غړو ؤ. د المان د بهرن...
د کانونو او پټرولیو وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تر منځ د سمېنټو د لویې فابرېکې د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی. ارګ پر خپله ایکس پاڼه په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د جوزجان په یتیم تاق سیمه کې د ۷۷ نومي ترکي شرکت لخوا د سمېنټو یوه لویه ف...
د لوګر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کي د د دوو ترافیکې پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. د یاد ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سمسور نیوز ته ویلي، چې دا پېښي یوه په مرکز، بله په برکي برک ا...
د افغانستان او قطر تر منځ د الوتنو په برخه کې توافقنامه لاسلیک شوې ده. ددغه توافقنامې له مخې به د قطر او افغانستان تر منځ مستقیمې الوتنې پېل شي. دغه توافقنامه د افغانستان له اړخه ملا عبدالسلام حیدري د ټرانسپورټ او هوانوردۍ چلند وزارت مر...
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره د قزاقستان د یوه سوداګر لخوا د یاد هیواد الماتا ښار ته کندهاري انار صادر شوي دي. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کي لېکلي، دا ۲۳ مټریک ټنه انار د تورغونډۍ بندر له لارې یاد هېواد ته صادر شوي دي. ...
د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، نن یې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ په وړاندې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل کړی دی. د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یوه ویډيو کې ویلي، چې په دې کمپاین کې به په ذکر شویو ولایتونو کې ۶،۲...
د ایران ایرټور هوايي شرکت په لومړي ځل افغانستان ته خپلې الوتنې پېل کړې. ټاکل شوې ایران ایرټور شرکت به په اونۍ کې دوې الوتنې کوي، چې د شنبې پر ورځ به د کابل-تهران او د پنجشنبې پر ورځ به د کابل-مشهد پر مسیر ترسره کېږي. د ی...