د چمپینز ټرافۍ جام د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نندارې ته وړاندې کېږي. یاد جام پرون اسلام اباد کې نندارې ته وړاندې شو او په راتلونکو ورځو کې به نورو سېمو کې هم نندارې ته وړاندې شي. ویل کېږي چې دا جام به د روانې نومبر میاشتې پر ۲۶...
د چین ولسمشر جوبايډن ته ویلي که امریکا او چین یو بل ته د دوښمن په سترګه وګوري؛ تر منځ اړیکې به یې کمرنګه شي. شې جېن پېنګ د اپېک غونډې په څنډه کې بایډن ته زیاته کړې چې د تایوان موضوع د دوی لپاره سره کرښه ده او باید څوک ترې تېر نشي. ...
د قامي جرګې د مشرتابه غړی حنیف پشتین وایي، د پاکستان حکومت د دوی ډېر شمېر مخکښ کسان نیولي او لاهم د دغه هېواد په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي. د پشتین په خبره، دوی د خپلو غړو د خلاصون لپاره د نومبر په ۲۱مه ټوله پښتونخوا کې لاریون پیلوي. نوموړي و...
د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې د ایران لخوا د یوه افغان د اعدام خبر ورکړی دی. دغه سازمان تېره ورځ په یوه بیان کې لېکلي، چې د خالد تاجک په نوم دا کس د یاد هېواد د قزل حصار په زندان کې په دار ځړول شوی دی. په بیان کې راغلي، چې...
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلسنکي ویلي، تمه لري چې د ټرمپ په راتګ سره به د اوکراین جګړه پای ته ورسېږي. هغه دغه راز زیاته کړې، چې اوکراین هم له ټولو دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي، چې دا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي. نوموړي ویلي، سره له دې چې مسکو اوس له دو...
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې حکومت یې په افغانستان کې د نیول شوي پخواني متقاعد پوځي ډېوډ لاوري موضوع جدي ګڼي او د هغه د خلاصون لپاره له هرې لارې هڅه کوي. د رویټرز د خبر له مخې، د کاناډا حکومت تر اوسه د هغه له کورنۍ سره قونسلي ملات...
د بلوچستان په قلات کې پر پاکستاني پوځيانو د برید له امله د دوی ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په یاده سیمه کې وسلوالو د پاکستاني پوځیانو پر یو مرکز برید کړی او د دوی ۷ تنه یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي. د پاکستان د کو...
د پاکستان د پوځ لوی درستیز له سرپرست حکومت غوښتي چې چاته دې د افغانستان له خاورې د تر.ور.ېستي کړنو د ترسره کېدو احازه نه ورکوي. جنرال عاصم منیر زیاته کړې، چې له سرپرست حکومت یې هیله داده تر څو د افغانستان له خاورې هيچاته اجازه ور نه کړ...
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د سپین غر ولسوالۍ په سنګر باغ سیمه کې د تندر لوېدلو له امله یو کس وژل شوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي. دغه دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې پېښه په یو کور کې رامنځته شوې او ژوبل شوي کسان د جلال آب...
د اوکراین ولسمشر ویلي چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر راتګ به له روسیې سره د دوی جنګ رالنډ کړي. ولادېمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ته په اشارې زیاته کړې، د هغه ټیم سیاست چې د سپینې ماڼۍ واک به په لاس کې اخلي، حتماً به یې په راتګ سر...