علي رضا بېګدلي چې تېره اونۍ په کابل کې د ايران سفارت د نوي سفیر په توګه وټاکل شو، د شنبې په ورځ افغانستان ته راغى. بېګدلي په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګاونډیتوب د پالیسۍ پراخول یې له لومړیتوبونو څخه...
د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان استازو د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ د پراختیا په اړه ناسته کړې. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دغه غونډه د هند په ممبی ښار کې شوې او ګډونوالو یې د ایران د چاه بهار بندر له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې او د مالو...
د ازبکستان لومړی وزیر وايي، تاشکند د افغانستان د کانونو استخراج او نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو انتقال ته لېوالتیا لري. د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله عارفوف دا خبره په تاشکند کې د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي...
د کابل لپاره د ایران نوي سفیر علي رضا بېګدلي ویلي، چې افغانان باید ایران ته په غیر قانوني لارو له راتګ ډډه وکړي. هغه کابل ته له را رسېدو سره سم ویلي، چې هڅه کوي له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د را اېستلو بهیر هم قانوني کړي. د بېګدل...
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اوون وايي، غرب د اوکراین په جګړه مستقیمې مداخلې ته رادانګلي، چې ښايي د دوی لپاره به ناوړه پایلې ولري. هغه ویلي، روسیه حق لري چې له ځان څخه دفاع وکړي او په دې اړه هیڅوک روسیه پر جبر نه شي تورنولی. کیم جونک...
بغلان کې یو ځوان خپله مور په چاقو وژلې ده. نوموړي د کورنۍ تاوتریخوالي له کبله خپله مور او خور دواړه وهلې دي؛ خو خور یې ټپي شوی او مور یې د ټپونو له کبله ژوند بایللی. د بغلان پولیس وايي، قاتل نذیر نومیږي، چې د دیو له لوري نیول شوی دی...
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د پاکستان حکومت له کورمې څخه د امریکايي ډالرو لپاره د جګړې سنګر جوړ کړی او هلته یې ګڼ شمېر « تره. ګرې. » ډلې راوستې دي. نوموړي ویلي، د پاکستان حکومت یوازې د پښتون د وینو تږی دی او غواړي چې په دغه...
افغانستان لپاره د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله آل حنزاب د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي، انډریو مک کوبري سره کتلي چې په افغانستان کې پر وروستي سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې شوې دي. د قطر د بهرنیو چارو...
د روسیې د امنیت شورا مرستیال ویلي، که له اوکراین سره یې په جګړه کې له لرې واټن وېشتونکو توغندیو استفاده وشي، د ناټو پر پوځي اډو به برید وکړي. د باختر خبري اژانس د خبر له مخې دېميتري مېدوېدوف لویدیځ ګواښلی او په وینا یې که اوکراین...
د ایران د سپاه پاسدارانو مشر په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله تر منځ د شوي اوربند مبارکي ورکړې ده. حسین سلامي د اسرائیل او حزب الله تر منځ شوی اوربند د حزب الله ډلې بریالېتوب بللی دی. نوموړي زیاته کړې، چې اسرائیل په لبن...