د ټولګټو چارو وزارت وایي، د مرغومې پر څلورمه به د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر د ټرافیکو پر مخ پرانېستل شي. د یاد وزارت له لوري تېره ورځ (د لېندۍ ۱۴مه) په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د یادې لارې د ګالریو او نښلوونکو سړکونو د کانکرېټ اچ...
په هېواد کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو د تړل کېدو راپورونو خپرېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. پخواني جمهور رئیس حامد کرزي پر دې پرېکړې خواشیني څرګنده کړې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې دغه پرېکړه لغوه کړي. په همدې حال کې په...
د ټرمپ له ګواښ وروسته د مکسېکو حکومت په یوه ورځ کې له ۵ زره زیات غېر قانوني کډوال نېولي دي. وروسته له هغې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته له مکسېکو پر واردېدونکو توکو تعرفه لوړه کړه او هدف یې د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې...
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په تېره نومبر میاشت کې ۱۲ تنه افغانان په دار ځړولي دي. نوموړي سازمان پرون شپه د یادې میاشتې په اړه په یوه راپور کې دا شمېرې له رسنیو سره شریکې کړي او ویلي یې دي، چې دا افغانان د...
د امریکا منتخب ولسمشر برېټانیا ته خپل مالي ملاتړی د سفیر په توګه معرفي کړی دی. ډونالډ ټرمپ وارن سټېفنز یو بریالی سوداګر بللی او ویلي یې دي، برېټانیا چې د امریکا تر ټولو نږدې متحد دی، سټېفنز به ورته د خپل سفیر په توګه ورولېږي. &n...
د ایران د بشري حقونو سازمان حال وش د ایران لخوا د یوه افغان د اعدامېدو خبر نشر کړی دی. یاد سازمان نن پر خپله ویب پاڼه ليکلي، چې دا کس تېره پنج شنبه د یاد هېواد په یزد زندان کې د قصدي وژنې په تور اعدام شوی دی. د اعدام شوي کس نوم اسماعیل...
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې په چاودنو او وسله والو بریدونو کې ۵۰ ملکیان او ۶۸ پوځیان وژل شوي دي. دا د روان کال له جنورۍ راهیسې د پاکستاني پوځیانو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. د د...
د اوبو او انرژۍ وزارت د کاپیسا ولایت د باغدرې د برښنا بند د تخنیکي مطالعاتو لپاره له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک کړ. د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دغه تړون چې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور او د ایمس...
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۲۳ نور ماشومان چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره د کابل بېلابېلو روغتونونو ته ور وپېژندل. یادې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره د پلازمېنې شپږ روغتونونو ته ور پېژندل ش...
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار روان دی. هغه پر خپل اېکس پاڼه کې په هېواد کې د دې پروژې د کار یوه ویډیو خپره کړې ده. د يادونې وړ ده، چې د دغې پروژې د لومړي فاز چارې، چې ۱۵۳ کيلومتره اوږدوالی لري، د...