خبرونه

اسرائیل: سوریه کې مو ۴۸۰ ستراتېژيک اهدف په نښه کړي

د اسرائیل پوځ ویلي چې په سوریه کې یې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۸۰ ستراتیژیک نظامي اهداف په نښه کړي دي. له یاد پوځ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بریدونه یې د ستراتیژیکو وسلو ذخیرې د له منځه وړلو لپاره کړي دي.   د پوځ په اعلامیې کې ویل ش...

بهرنیو چارو وزارت پر سوریې د اسرائیل وروستي بریدونه وغندل

یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا یو خطرناک اقدام دی او د اسرائیل حکومت باید د سوریې د خلکو خپلواکي او ارادې ته درناوی ولري. دوی د سوریې له خلکو کلک ملاتړ څرګند کړی او له نړیوالو یې غوښتي، چې د سوریې خلک په خپلواک ډول د خپل راتلونکي ټ...

کابل کې د نوي سفیر فعالیت پیل کړی

د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو ویلي، چې په پلازمینه کابل کې د ایران نوي ګمارل شوي سفیر علي رضا بیګدلي خپل فعالیت پیل کړی دی.  د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې بیګدلي او د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د م...

خلیلزاد: پخواني چارواکي بیا نه غواړو

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا د پخواني حکومت چارواکي بیا په واک کې نه غواړي.   نوموړي ویلي، له اوسني حکومت سره هم د خبرو پلان شته، خو دوی باید په دې فکر وکړي، چې امریکا سره خبرو کې څه وايي.  ...

ټرمپ: زیلینسکي سولې ته تیار دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ولاديمير زيلينسکي روسیې سره سولې ته تیار دی.   ټرمپ چې پاریس ته د یوې کلېسا د پرانيستې لپاره تللی وو؛ له زيلینسکي سره د لېدنې په اړه یې واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې زيلينسکي اوربند غواړي او د سولې غوښتونکی دی.&...

ټرمپ په امریکا کې د زېږون پر اساس د تابعیت ورکړه بندوي

‏د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په خاوره کې پیدا شویو کسانو ته د تابعیت د ورکړې قانون ختموي.  ډونالډ ټرمپ له اېن بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته به دغه قانون لغوه اعلان کړي.  د ټرمپ په...

مولوي عبدالحمید: د بشار اسد حکومت پرځېدل د سوریې خلکو هیله وه

په ایران کې د اهل سنتو مشهور امام د بشار اسد د حکومت راپرځېدل د سوریې د خلکو یوه پخوانۍ هیله بللې.    د زاهدان د اهل سنتو امام مولوي عبدالحمید ویلي چې د بشار اسد د حکومت سکوت د سوریې د خلکو یوه پخوانۍ هیله وه او په وینا یې نن ورځ خلک د بش...

اروزګان کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اروزګان امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل شوي دي.  د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني سمسور نیوز ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا...

سرپرست حکومت د نړیوال بانک راپور رد کړی

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک هغه راپور رد او له حقیقت څخه لېري یاد کړی، چې ویلي یې وو، افغانستان د ناخالص تولید کچې د زیاتوالي سره- سره له اقتصادي ستونزو مخامخ دی.  دغه معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ليکلي، دا راپور نه یوازې له حق...

له سوریې څخه د ایراني دیپلوماتانو او اتباعو د اېستلو بهیر پیلېدل

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې ایران له سوریې څخه د خپلو دیپلوماتانو، پوځیانو او اتباعو د اېستلو بهیر پیل کړی دی. نيويارک ټايمز خبر ورکړى، چې له دغو کسانو څخه ځينې يې د الوتکې له لارې ايران او ځينې يې د ځمکې له لارې عراق او لبنان ته لېږدول شوي دي. خو د...