خبرونه

ايټالیا له افغانستان سره ۳،۵ میلیونه یورو مرسته کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) خبر ورکړی، چې ایټالیا له افغانستان سره ۳،۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.  د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر ورکړی او په یوه راپور کې یې ویلي، چې په دغه مرسته به له ایران او پاکستان هېوادونو...

ننګرهار کې یو کس خپله لور وژلې

د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یو کس خپله لور وژلې ده.  د یادې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد سمسور نیوز ته ویلي، چې دغه نجلۍ د خپل پلار لخوا یوه سپین ږیري ته د نکاح د انکار په غبرګون کې وژل شوې ده...

فراه کې ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولین وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند په باغ پل سیمه کې د کاکا زامنو ترمنځ په شخړه کې د دوو مېرمنو په ګدون درې کسان وژل شوي او یو تن بل ژوبل شوی دی.  د یادې قومندانۍ ویاند مولوي نسیم بدري رسنیو ته د پېښې په تائید...

د ماشوماتو د ساتنې ادارې ۱۸ روغتیایي مرکزونه تړلي

د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره مؤسسه (Save the children) وايي، په افغانستان کې یې ۱۸ هغه روغتیايي مرکزونه تړلي، چې دوی یې مالي ملاتړ کاوه.  د یاد‎ې ادارې د افغانستان څانګې تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې دغه مرکزونه یې د مرستو د بندېدو...

په روان لمریز کال کې د کوچني مقیاس ۲۵ کانونه منظور شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په جریان کې یې د کوچني مقیاس ۲۵ د کان کیندنې پروژې منظور کړي دي.  دغه معاونیت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه پروژې اووه په ننګرهار، شپږ په کابل، دوې په هرات، دوې په بام...

د انګلستان لیګ ته ۲۱ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې

د انګلستان هېواد د ۱۰۰ توپونو لیګ بولۍ ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۲۱ تنو لوبغاړو نوملیکنه کړې ده.  د ملي لوبډلي له پیاوړي لوبغاړي راشد خان پرته رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی، محمد نبي عیسی خېل، صدیق الله اتل، نوین الحق، فضل الحق فاروقي،...

پکتیا کې تندر رالوېدلو ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتیا ولایت د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د تندر رالوېدلو له امله یو ماشوم وژل شوی او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.  دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تندر تېره شپه شاوخوا نهه بجې...

د فراه ابو نصر فراهي ګمرک کې په نږدې ۷۲ میلیونه افغانۍ یوه پروژه پیل شوې

د مالیې وزارت د فراه ولایت اړوند په ابو نصر فراهي ګمرک کې په ۷۱ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ د یوې پروژې پیلولو خبر ورکړی دی.  یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه پروژه کې په یاد ګمرک کې د څلورو ګودامونو جوړول شامل دي، چې کارونه یې تېره و...

کندهار کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سیمه ییزې سرچینې وايي، د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې په درېیو جنایي پېښو کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.  د هغوی په وینا، په لومړۍ پېښه کې د یاد ولایت په عینو مېنه کې یو کس د نامعلومو وسله والو له لوري وېشتل شوی او وژل شوی...

عمان له افغانستان سره د دوه اړخیزې اړیکو پر زیاتوالي ټینګار کړی

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو پر زیاتوالي ټينګار کړی دی.  د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وی...