د ښاغلي عبدالرحمان عضري شاعري د شعر تلاش نه دی ولې چې شعر یې د خیال ، جذبې ،فکر اوشعور هغه ټول جمالیات لري چې دیوه ښه شعر د افاقیت او تل پاتې لپار لازم اوملزوم ګڼل کیږي .دا برخه دشاعر هغه وخت نصیب کیږي چې د شاعر خیال ،فکر شعور،جذبه او خلوص یو برابر و...
دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې اسانه مګر ځان ورباندې برابرول گران دي. هغه څنگه؟ هغه داسې چې استاد پر دې سربېره چې د تجربو ټکنيک يي د کيسو، ناولونو، مقالو او مرکو له لوستلو معلومېږي، نېغ په نېغه يې هم موږ ته په صريحه او واضحه توګه ځينې لارښوونې کړې دي؛ م...
نه پوهيږم خپله ليکنه د باز په نامه پيل کړم او که د عابد په نامه ځکه دا دواړه هغه نومونه دي چې ما ورسره تل مينه کړې او دا مينه مې لا اوس هم زړه کې شته، خو دا چې عابد صيب په خپلو شعرونو کې د ښاغلي کاروان توصيه منلې او باز يې غوره کړى نو زه به هم په دې...
د شعر ګلڅانګو په خپل تنکي او پیمخي پسرلي کې تل د وږم او بزم رنګینې غوټۍ د نسیم په وزرو تخنولي دي او یو د بل پسې یې د زړه راښکونکي ګلبڼ ښېرازه لمن ښکلې کړې ده . دا دی د شعر ګل لښتو پخپله تومنه کې د شعر یوې بلې غوټ...
رڼا د پښتو ژبې يو کم سارى ناول دى چې ليکوال يې ښاغلى نصير احمد احمدي دى. ما چې د ناول په لوستلو پيل وکړ دومره مې خوښ شو چې د پاى څو ورقې يې مې کور ته د تلو پر وخت په روان حالت کې ولوست. سبا په کارځاى کې مې يوه همکار دغه کتاب رانه واخيست. ماسپښ...
دشا عر نفسيا تي حا ل هم هغسې روان دي اوپه تدرېجې ډول دورپيښې شوې ويرې لاملونه په ګوته كوي شا عردخپل چاپيريا ل نه كركه لري ، په ښه سترګه ورته نه ګوري، دهغه په چاپيريا ل كې ظلم اوج ته رسيدلى هر څه په خپلوسترګوويني هغه دلپو،لپووي...
څه ناڅه نيمه پېړۍ اوړي چې د پروان له ګلکڅونو څخه د دغه خوږ غږي چوڼي ساندو او سندرو سره اړخونه بدل کړي، خو ترڅو چې يې ترې له را کډوالېدو سره ((منصوري چيغې)) جوړې کړې نه وې، تر ما پورې يې له اندو خونده ډېر مينه وال بې برخې پاتې ول. که څه ه...
لمريز دېرشم کلونه د وروسته پاتې کړشوې افغاني او بيا پښتني ټولنې په ويښتيايي پېر کې راځي چې په اماني روښانتيايي هغه پسې يې تر څه ناڅه شلکلن خنډ و ځنډ وروسته د ويښ ځلميانو او نورو سمونپالو سياسي ډلو ټپلو له رامنځته کېدو او منډو ترنډو سره ر...
د بارکوال صاحب شاعري مې ځکه په شوق ولوسته چې د ځوان کول نماينده شاعرانو په کتار کې شيمرل کيږي . د شعر ژبه يې پخه، ساده او روانه ده. پريمانه موسيقيت يې په کې ځای کړی دی چې سندرغاړي يې په اسانۍ سره د موسيقۍ په پردو سورلی شي. په شعرونو کې یې بارز...
پوهاند دوکتور مجاور احمدزياراویپاڼې نه په مننه د وسمهالي پښتو شعر په ارزونه او کره کتنه کې تر هر څه له مخه داټولمنلې رغښتيزه او بنسټيزه پوښتنه را مخته کېږي چې هنري ارمان پکې څومره او څنګه اړخونه بدل کړي او بيا ورسره ټولنيز ارمان څومره او...